IQNA

په هند کې ځینو کلیوالو سیمو ته د مسلمانانو پرورتلو بندیز ولګید 

9:26 - May 26, 2025
د خبر لمبر: 3491175
ایکنا - د هندوستان ځینو کلیوالو سیمو ته د مسلمانانو پر ورتلو  بندیز لګوي او هغوی له اقتصادي پلوه بایکاټوي. 

 ایکنانیوز د ‎ الجزیره  خبری چینل له قوله راپور راکوي،  په تېرو څو اونیو کې، د هندوستان  د لوېدیځي مهاراشټر صوبې د څو کلیوالو شوراګانو پریکړې صادرې کړې چې د دوي کلو ته د واریدیدا  لپاره پر مسلمانانو بندیز لګوي او د مسلمان اقلیت غړو د اقتصادي بایکاټولو  غوښته  ئې کړې ده. 

دا کلي، چې  په پونا په سیمې کې موقعیت لري، د مسلمانانو پر اقتصادي بندیز ، د هغوی لپاره د دوکانونو پر کرایه ورکولو بندیز او د نورو سیمو د مسلمانانو په کلیوالو جوماتونو کې د لمانځه پر ادا کولو بندیز غوښتی دی. 

د مئ په ۷ د نیر داتا وادي کلي یو فرمان صادر کړ او د مسلمانانو د  اقتصادي بایکاټولو  غوښتنه ئې وکړه، او دوي  ئې "جهادي"، "افراطي" او "متعصب" بللي. 

د دغه کلي شورا اعلان وکړ چې دا پریکړه "د درما (هندوئزم) د ساتنې لپاره یو ګام دی. دوی دغه راز وئيلي دي،  مونږ د نیر داتا وادي ټولو اوسیدونکو ته خبر ورکوو چې زمونږ په کلي کې  د افراطي، مذهبي متعصبانو او جهادیانو شمېر ورځ تر بلې زیاتیږي. کله چې د دوي شمېر کم وي، داسې ښکاري چې ښه دي او له ټولو سره په مهربانۍ خبرې کوي، خو کله چې شمېر ئې زیات شي، نو پر مونږ ګواښونه کوي او ستونزې رامنځته کوي، لکه څنګه چې په کشمیر کې  په وروستي برید کې وشول. 

د پیرانګوټ کلي شورا هم یو فرمان صادر کړی، چې له مخې ئې د نورو سیمو مسلمانان د کلي په جومات کې له لمانځه منع کړئ شوي او د هغوی شتون ئې  د عامه نظم لپاره ګډوډوونکی بللی دی.

په دې فرمان کې راغلي: د پیرانګوټ د کلي د ټولنې د ټولو غړو، اوسیدونکو او  ځاي مسلمانو وروڼو په ځانګړې غونډه کې تصویب شوی فرمان له مخې، ټولو هغو مسلمانو وروڼو ته چې له بهره د پیرانګوټ کلي ته راځي، خبر ورکول کیږي چې یوازې ځاي مسلمانان د کلي په جومات کې د لمانځه اجازت لري. 

همدارنګه، د ماهاراشټر  د ګرا ډا کلي شورا  هم یو فرمان تصویب کړ ی چې په کې راغلي: د وروستیو ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي او د کلي د امنیت لپاره پریکړه شوې چې د  ګراډا کلي  له ځاي مسلمانانو پرته د  ګاونډیو کلیو  مسلمانو وروڼه ، د ګرادا کلي په جومات کې له لمانځه کولو ډډه وکړي. 

دا ورته  مثال  په ګوتا وادي او د دې  صوبې په نورو کلو کې تکرار شوې، چې د تېرې میاشتې د کشمیر برید راهیسې د مسلمانانو پر وړاندې د آزار او اذیت د زیاتېدو رجحان ښئي.

https://iqna.ir/fa/news/4284417

captcha